دسولی دعالی شورا مشر وټا کل شو
سلام خان سلام خان

افغان دولت د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کی اعلان کړی دي چې د برهان الدین رباني زوی، صلاح الدین رباني ئې د سولې د عالي شورا د مشر په توگه ټاکلی دئ ، په دغه بیانیه کې راغلي دي چی صلاح الدین رباني د شورا د ټولو غړو له خوا د رایو په اکثریت سره په یوه علنی غونډه کی چی په هغه کی دافغانستان ولسمشر حامد کرزی،مارشال فهم،، سیاف، او دبلخ والی عطامحمد نور هم ګډون کړی وو د سولې د عالي شورا د مشر په توگه ټاکل شوی دئ ،  داپه داسی حال کی ده چی ویل کېږي چې د سولې د عالي شورا، چې اویا غړي لري، پر مشرتابه صبغت الله مجددي او پیرسید احمد ګیلاني له ولسمشر کرزي څخه خوابدي شوي دي صبغت الله مجددي په همدې ارتباط په وروستیو کې له ټولو دولتي چوکیو څخه استعفا وکړه. ده پخوا هم څو ځلي د خپلو غوښتنو د نه پوره کېدو په اعتراض کې استعفاوې اعلان کړې وې خو وروسته له دې چې غوښتنه یې د کرزي له خوا منل شوې، استعفا یې بېرته اخیستې ده،راپورونه وايي چې د سولې د عالي شورا مشرتوب د ډېرو لپاره په دې خاطر اهمیت لري چې معاش او نور امتیازونه یې پنځوس زره ډالرو دی. په داسی حال کی چی د نړۍ تقریباُ د هیڅ ولسمشر معاش پنځوس زره ډالرو ته نه رسېږي،سربېره پر دې چې د دې شورا مشر پنځوس زره ډالره معاش او په نورو نومونو امتیازونه ترلاسه کوي، له مخالفانو سره د سولې د بریالیتوب په صورت کې ممکن د نوبل د جایزې په شان سترو جایزو ته کاندید شي. پخوا د نوبل د سولې جایزې عموماً هغو کسانو ته ورکړای شوي چې د اوږدو کشالو په حل کې یې رول لوبولی دی،که د سولې عالي شورا په هیواد کې د سولې په راوستلو کې مهم رول ولوبوي په داخل کې هم زیات حیثیت موندلی شي او حتی ممکن د هیواد د راتلونکې مشرۍ لپاره پلویان ومومي ،تر دی  وړاندی  دسولی دشورا مخکنی مشر برهان الدین رباني د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر په شلمه نېټه د یوه ځانمرګي په وسیله، چې ځان یې د طالبانو مرکچي معرفي کړی و، ووژل شو په افغانستان کې د بهرني پوځیانو د شتون څخه وروسته د رباني وژنه یوه تر ټولو ستره هدفي وژنه گڼل کیږي. د هغه وژنه له وسله والو سره یوه جوړ جاړې ته د رسیدلو له پاره د ولسمشر کرزي هڅې زیانمنې کړې وې

جمهوررئیس حامدکرزي د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه د صلاح الدین رباني ټاکل کېدل په هېواد کې د ملي یو والي د لا ټینګښت او د افغانستان په کورنیو چاروکې د باندینو لاس وهنو د مخنیوي لپاره مناسب کار وباله او په دې باندې یې ټینګار وکړ چې موږ ټول باید په یوه غږ په هېوادکې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره د هغه ترڅنګ ودریږو،صلاح الدین رباني، په ده باندې د هېواد د جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا د غړو د باور له امله مننه وکړه، وې ویل: زه په دې باور یم چې په هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت یوازینې لاره سوله ده. موږ سولې ته د یو دیني اصل په توګه ګورو. جهاد چې زموږ له دیني فرایضو څخه دی، آزادۍ، ثبات، امنیت او په نهایت کې سوله ایز ژوندانه ته د رسېدلو یوه وسیله ده،ده وویل: د سولې بهیر په هېواد کې  هغه مهال کولای شي لاس ته راوړنه ولري چې رهبري یې پخپله د افغانانو په لاس کې وي، له هغه پرته نه شو کولای د دغه ملي او اسلامي رسالت د پرمخ بیولو په لاره کې د ملت باور ترلاسه کړو،صلاح الدین رباني وویل په هېواد کې د جګړې او نا امنیو دوام په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د شتون سبب شوی دی. د سولې د ټینګښت په لاره کې هڅه په حقیقت کې په هېوادکې د بهرنیو ځواکونو د شتون اړتیا ته دکمښت په لاره کې یو ګام دی او بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لاره خلاصوي ،د سولې پر عالي شورا تل دا نیوکه شوې چې غړي یې د کرزي د حکومت له لوري انتصاب شوي او مشري یې هم د داسي کسانو په لاس کې ده چې له طالبانو سره په کلونو جنګېدلي دي،د ډېرو په نظر باید د سولې د عالي شورا ترکیب او مشري په داسي ډول وای چې د دولت وسله والو مخالفانو ته هم بې پرې او هم د منځګړتوب وړ برېښېدلې وای د صلاح الدین رباني کار به له ستونزو خالي نه وي ځکه چې طالبانو په زغرده ویلي چې نه د سولې له عالي شورا او نه د کرزي له حکومت سره خبرې کوي،د صلاح الدین رباني د ټاکلو د انګېزې په اړه ویل کېږي چې ښايي د سولې په پروسه کې نوموړی زیات اغېزمن نه وي او نه هم دا مسله د ده د ټاکنې په وخت زیاته په پام کې نیول شوې وي خو تر دې زیات د سولې د عالي شورا د مشر په حیث د صلاح الدین رباني ټاکنه د کرزي د سیاسي مخالفانو په وېشلو کې رول لرلی شي. ځکه چې اسلامي جمعیت یو له هغو ګوندونو څخه دی چې د افغانستان په شمال کې په ځانګړي ډول زیات نفوذ لري، وټاکل شو صلاح الدين رباني چې داستاد برهان الدين رباني زوى دى، په اصل کې د بدخشان ولايت اوسېدونکى دى، خو دى په ١٩٧١ زېږديز کال کې په کابل کې زېږېدلى دى،نوموړى له دولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د لوړو زده کړو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ او د سعودي دظهران ايالت د  شاه فهد د معادنو او نفتو له پوهنتون څخه يې د مارکېټنګ او ادارې په څانګه کې ليسانس ترلاسه کړهغه لومړى په همدې سيمه کې د ارامکو په نامه يوې سعودۍ کمپنۍ کې د مالي او حسابدارۍ په برخه کې دنده ترسره کړه،صلاح الدين رباني له ١٩٩٦ زېږديز کال څخه تر ١٩٩٨ کاله پورې د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې په يوه خصوصي کمپنۍ کې دنده ترسره کړې ، په ١٩٩٨ زېږديز کال کې د افغانستان شمالي سيمو ته ولاړ او د خپل پلار د واکمنۍ پر مهال د رياست جمهوري په دفتر کې يې د سلاکار او ژباړن په توګه دنده ترسره کوله،هغه په ١٩٩٩ زېږديز کال کې لندن ته ولاړ او ٢٠٠١ زېږديز کال کې يې په سوداګرۍ او اداره کې يې ماسټري ترلاسه کړه صلاح الدين رباني د ٢٠٠٢ زېږديز کال په وروستيو کې دافغانستان په بهرنيو چارو وزارت کې دنده ترلاسه کړه،هغه له ٢٠٠٣ زېږديز کال څخه تر ٢٠٠٦ کاله پورې په ملګرو ملتونو نيويارک کې د افغانستان دسياسي کونسلر په توګه دنده ترسره کړه هغه په ٢٠٠٦ زېږديز کال کې دنده پرېښوده او د امريکا له کولمبيا پوهنتون څخه يې په نړيوالو اړيکو کې دويمه ماسټري ترلاسه کړه. دده د ماسټرۍ موضوع د نړيوال امنيت تګلاره وه د  ٢٠٠٨ زږديز کال پر مهال کله چې صلاح الدين رباني له کولمبيا پوهنتون څخه فارغ شو، نو د جمعيت اسلامي په سياسي ګوند کې يې دسياسي چارو د مرستيال په توګه عملاً فعاليت پيل کړ،نوموړی ددغه ګوند اړوندد(نور) تلویزیون دمسول په توګه هم کار کړی دې،صلاح الدين رباني په ٢٠١٠ زېږديز کال کې يو ځل بيا د بهرنيو چارو وزارت کې کار پيل کړ او په ترکيه کې دافغانستان دسفير په توګه وټاکل شو،خو تېر کال د خپل پلار استاد برهان الدين رباني تر وژل کېدو وروسته يې سفارت پرېښود او په کابل کې يې د خپل ګوند دسرپرست په توګه کار پيل کړ هغه واده کړی او څلور ماشومان لرې.پای


April 14th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها